به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

په افغانستان کې سوداګري او د هغه ستونزې

سال

: 2020.09.20

ګروه ها

: اقتصاد

قیمت

: 500

تعداد صفات

: 49

کد فایل

: 101

مقطع

: لیسانس

 سریزه : سوداګرۍ د شيانو له مستقيمي او غير مستقيمي مبادلي څخه عبارت دي چى د يوه عامل او يا يوى وسيلي لکه پيسو پواسطه تر سره کيږي . له تجارت څخه تر لاسه شوي ګټي عبارت دي له : د مصرفى شيانو په شمير او ډولونو کى زياتوالي،د دولت په توليدي فعاليتونو کي د زيات تخصص رواجول او د خلکو د ژوندانه د سويې اوچتول له سوداګرۍ څخه پرته به هر سړي او هر هيواد مجبور وي خپلى ټولي اړتياوي،له په واک کي لرلو منابعو څخه پوره کړى،چه دا کار په نني نړى کي له امکان څخه ليري دي . د افغانستان وروسته پاتي هيواد چى له شلو (٢٠) کلونو راپديخوا د پرديو د غصب او داخلي رهبرانو د هوا او هوس په اور کى سوزى کولاى شي د سوداګرۍ له لياري ځينى خپلى ورځنى اړتياوي پوره کړى . ويجاړونکى جګړى زمونږ وياړلي او له غرور څخه ډک ملت خوار او ذليل کړيدي .د هيواد زيات شمير خلک،د بي ځايه کيدو،کډوال کيدو،په ډليزه توګه کډه کولواو داسى نورو ستونزو سره چى ټول يې د جګړى او جګړه مارو سوغات ؤ،مخامخ شول .افغانستان  (٦٥٢) زره کيلومتره مربع مساحت لري چى نژدي په سلو (١٠٠) کى پنځه (٥) د پاکستان تر مساحت څخه لږ دي .اوسني نفوس يې (٢٥) مليونه تنه اټکل شويدي چى لدي جملي څخه (٣) مليونه يې په ګاونډيو هيوادو،پاکستان او ايران کي مهاجر او نور يو نيم مليونه يې په هيواد کى ددننه بي ځايه شوي جوړوي . د هرات،جلال آباد،کندهار،کابل او مزارشريف ښارونو،د هيواد د لويو تجارتي مرکزونو څخه ګڼل کيږى .د جګړى له پيل څخه مخکي په (١٩٧٨م) کال کي افغانستان د نړى د بيرته پاتي هيوادونو په ډلي کي ولاړه ؤ چى د دولتى لګښتونو زياته برخه يې له بهرنو مرستو ګمرکى عايداتو او د کدني سکټور له لاري پوره کيده . په شپيتمي ميلادي لسيزى کى بهرنيو مرستو د دولتى بوديجى په سلو کى له څلويښت څخه زياته برخه جوړوله . کله چه بهرني مرستي لږي شوي شوروي اتحاد ته د هيواد له شمال څخه د طبيعي ګازو په صادرولو د دولت د بوديجى زياته برخه پوره کوله . په هغه وخت کى په سلو کي له (٨٥) څخه زياتو خلکو په کليو کي ژوند کاوه چه د کرني او مالداري حرفه يې درلودله .پاتي خلک په ځانګړى توګه هغه کسانو چى په لويو ښارونو کى يې ژوند کاوه په سوداګرۍ او دولتي ماموريتونو کى يې مشغوليت درلوده نو سوداګرۍ زمونږ د جګړى ځپلي هيواد په اقتصاد کي اساسي رول لري .له بده مرغه نن ورځ افغانستان ټول خپل لومړني مصرفي شيان له بهر څخه واردوي .د بهرني سوداګرۍ دوام د هيواد د بيارغاوني په پروسي کي د دولتى بوديجى لپاره د پانګى په راټولولو،د کار په رامنځته کولو،او د هيواد د بيوزلو خلکو د ژوندانه د سويې په اوچتولوکي ستر رول لري . نو ښه به داوي چى په افغانستان کى د سوداګرۍ او د هغه د ستونزى په هکله يو مفصل بحث وکړو. د موضوع د اهميت په نظر کى نيولو سره د ننګرهارا سلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځى دBBA څانګې لخوا دا مسوْليت راکړل شو ترڅو د ( په افغانستان کى سوداګرۍ او د هغه ستونزي ) تر عنوان لاندى خپل مونوگراف ترتيب کړم . چى د محترم لارښود استاد پوهنيار سيد داوود( صميم) څخه د زړه له کومې مننه کوم،چى له ماسره يې د لارښود استاد په حيث د مونوګراف په ليکنه او سمون کى پوره همکارى کړى او پدى برخه کي يې له ما سره خپلى علمى او اکاډيميکي لارښوونې ملې ساتلي او دا ګرانه يې په خپل شفقت اسانه کړه د خداى (جل جلاله) څخه ورته د اجرعظيم او لوى عمر غوښتونکې يم . که له ما څخه په دغه ليکنه کي څه تيروتنه شوى وى زه د هغه په اړه ستاسو قدرمنو لوستکو څخه بښنه غواړم .

.

 لړ ليک

سريزه .

                                                                لمړى فصل

(١) – د سوداګرۍ تاريخ  ته لنډه کتنه 00000000000000000000000000000000000 ٣

(٢) – په افغانستان کې د سوداګرۍ تاريخ 00000000000000000000000000000000 ٦

(٣) – د سوداګرۍ اهميت 000000000000000000000000000000000000000000 10

(٤) – کورني سوداګرۍ 0000000000000000000000000000000000000000000 11

(٥) – بهرني سوداګرۍ00000000000000000000000000000000000000000000 15

(٦( - د افغانستان بهرني سوداګرۍ 00000000000000000000000000000000000  18

                                                              د وهم فصل

(١( - په اقتصادي پراختيا کې د بهرنې سوداګرۍ اهميت 000000000000000000000 20

(٢) – په افغانستان کى صادرات000000000000000000000000000000000000  21

(٣) – په افغانستان کى واردات 0000000000000000000000000000000000000 24

(٤) – له پاکستان سره سوداګرۍ0000000000000000000000000000000000000 26

(٥) – له پاکستان سره د سوداګرۍ ګټي 00000000000000000000000000000000 29

(٦) – له شمالي ګاونډيانو سره سوداګرۍ 0000000000000000000000000000000 32

(٧) – له ايران سره سوداګرۍ 000000000000000000000000000000000000000 34

                                                د ريم فصل

(١) – د افغانستان د سوداګرۍ په هکله ستونزي او مشلات 0000000000000000000 36

(٢) – نتيجه ګيرى000 0000000000000000000000000000000000000000000 47

(٣) – وړانديزونه000 00000000000000000000000000000000000000000000 48

(٤) – ماْخذونه 000000000000000000000000000000000000000000000000 49

 

ماخذ

(١) – په افغانستان کى سوداګرۍ،ليکوال: عبدالحق (( اميرى)) . ژباړن:محقق خفيظ الله (حداد)

(٢‌) – کلاس کلاونيز،نسيم آزادى ،د افغانستان او پاکستان تجارتي اړيکى (١٩٩٦م) په (( انګليسى ژبه )) .

(٣) – کجيل اوستروم،د افغانستان په اقتصاد پوهيدل،کال (١٩٩٧م) په (( انګليسى ژبه )).

(٤) – د افغانستان او پاکستان بهرنې تجارت په اړوند د نړيوال بانک او ( UNDP) موْسسى ګډ رانور ( ١٩٩٦او ٢٠٠١م) کلونه (( په انګليسى ژبه)) .

(٥) – پرمختګ ( د ختيزي سيمى د سوداګرۍ پراختيايې مرکز خپرونه (( لمړى ګڼه،کال٢٠٠٧

(٦) – بازار ( د افغانستان د سوداګرۍ نړيوال اتاق خپرونه) څلورمه ګڼه،کال ٢٠٠٧م.

(٧) – توفيق عالم، د افغانستان اقتصاد او ١٢ کاله جګړه،کال ١٩٩١م(( په عربى ژبه ))

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059